یہ مضمون پشتو زبان میں ہے:


پہ پاکستان کبنی د پوليو وايرس د مخنيوي دپاره کار کوونکي وايي دا وخت پہ ملک کښې د پوليو د مخنيوي پہ لړ کښې تر ټولو غټ چېلنج سره مخ دي او هغه د مياندو پلارانو او د کورنيو د مشرانو لخوا د پوليو ضد څاڅکو څخه انکار او مزاحمت کول دي. چې خلک اوس هم خپلو کم عمره يا د پينځه کالو نه د کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه ډډه کوي.


پہ داسې حال کې چې پہ پاکستان کې چارواکي دعوه کوي چې پہ ملک کې پہ تیرو اووه میاشتو کې پہ ملک کې د پوليو يو کېس هم نه دے رپورټ شوے خو بل لور ته د صحت پہ برخه کښې ځايي چارواکي او پہ ځانګړي ډول د صحت د نړیوالې ادارې چارواکي وايي دوے اوس هم د څاڅکو څخه د انکاريانو د چېلنج سره مخ دي.


د کورنیو مشران او د لوے عمر کسان د پوليو ضد څاڅکو څخه ماشومان پټوي، پہ دغه کار کښې دوے مختلفي طريقې استعمالوي، د صحت د محکمې او پہ خصوصي توګه د پوليو پہ کمپاين کښې کار کوونکي او د څارنې مامورین وايي چې کله دوے تپوس وکړي چې پہ کور کښې واړه يا د کم ماشومان شته؟ نو دوے د کور مشران یا پہ کور کښې موجود بل تن د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ټيمونو ته وايي چې د دوے پہ کور کښې د کم عمر واړه ماشومان هډو شته نه، د ماشومان د شتون نه انکاري شي او مزاحمت کوي.


د پوليو څاڅکو نه پہ انکاريانو کښې هره ژبه ويونکي شامل دي خو د پوليو د مخنيوي پہ پروګرام کښې کار کوونکے يو چارواکے د نوم نه ښکاره کولو پہ شرط وايي چې ځينې خلک او د کورنیو مشران پہ کورونو کښې هلکان پہ خصوصي توګه پټوي او تر دې د ماشومانو رجسټرېشن نه کوي، ځکه چې دوے خيال کوي چې که هلکانو ته دغه څاڅکي ورکړے شو نو د دوی بیا بچي نه پېدا کيږي، ځکه دوے بيا ماشومانو جينکو ته خو څاڅکي ورکوي خو هلکان پټوي.


دا چې واړه ماشومان څنګه پټولے شي؟ کومې کورنۍ چې د څاڅکو ورکولو نه انکاريانې وي هغوے د څاڅکو ورکولو د کمپاين د ټيمونو ګرځېدو پہ وخت ماشومان پہ کورونو کښې پټ کړي يا يې د کوره بهر اوباسي يا يې بل چرته وليږي چې د پوليو ټيمونه پرې خبر هم نه شي، او که چرته د پوليو ټيمونه خبر هم شي چې پہ يو کور کښې د کم عمر ماشومان شته نو د کورنۍ مشران ورته بهانه جوړه کړي چې ماشومان پہ کور نشته بل وخت دې ټيم ورشي بيا به ورته څاڅکي ورکړي او پہ دغه بهانه ماشومان پټ کړے شي.


بيا د پوليوضدڅاڅکو ټيمونه څنګه خبر شي چې پہ کور کښې د کم عمر ماشومان شته خو د دوے نه پټ کړے شو؟ چارواکي وايي يو خو د دغه کور چې انکاري وي پہ چم ګاونډ کښې ورته هغه کسان چې خپلو بچو ته د پوليو ضد څاڅکی ورکوي هغوے ورته اووايي چې پہ دې کور کښې د کم عمر ماشومان شته او بيا د پوليو پہ ټيمونو کښې ښځې کار کوونکې کورونو ته دننه ورشي هلته وګوري چې د وړو ماشومانې جامې او پېزار پراته وي نو دوی خبر شي چې پہ کور کښې د کم عمر ماشومان شته خو دغه کورنۍ نه غواړي چې د پوليو ضد څاڅکي ورته ورکړي.


د کورنيو مشران ولې داسې کوي چې خپل ماشومان پټ کړي؟ دغه مشران يا د لوی عمر هلکان د پوليو ټيمونو ته پہ ځواب کښې هغه اندېښنې څرګندوي چې دغه څاڅکي د بهر ملکونو نه راځي پہ دې کښې سازش دے ځکه چې پہ نورو ملکونو کښې ولې دا څاڅکي نه ورکول کيږي؟ پاکستان ته ځکه رالېږل کيږي چې دلته خلک بچي پېدا نه کړي؟ د مسلمانانو خلاف د کفارو سازش دی او دغه خبرې دوی اورېدلي دي خو دوے پہ دغه حواله کوم ثبوت نه لري، ځينې خلک بيا دوے ته وايي چې د پوليو د ټيم پہ لاس څاڅکي نه ورکول غواړي پہ غټو هسپتالونو کښې به خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.


د پوليو ټيمونه يا مشران بيا څنګه کوي چې پہ کورنو کښې پہ خصوصي توګه میاندې د پوليو ضد څاڅکو پہ اهميت پوهه کړي او څاڅکو ورکولو ته یې اماده کړي، چارواکي وايي د پوليو ضد پروګرام کښې بيا د دې دپاره ځانله ټيمونه وي چې هغه پہ کورونو ګرځي او مياندې پوهه کوي او پہ دې کار کښې د دوے سره د يونين کونسل پہ سر هم کسان ملګري وي هغوے ورځي انکاريانو ته پہ تفصيل سره خبره کوي، مياندې پوهه کړي چې دا څاڅکي ګټې لري او د پېدايشت د وخت سره سم که دا څاڅکي ورکول کيږي نو د ماشومانو دپاره ښې دي او بيا د میاندو سره رپورټونه شريکوي او پہ ځينو ځايونو کښې چارواکي وايي چې دوے د خلکو د اماده کولو دپاره پہ خپله هم څاڅکي وڅکي چې د خلکو يقين پرې وشي چې دا څاڅکي کوم نقصان نه لري.


د پوليو د مخنيوي دپاره کار کوونکي وايي د پولیو څاڅکو پر ضد منفي پروپېګنډي ، د ژوند د بنیادي ضروري سهولتونو نشتوالے او د امنیت خراب صورتحال هغه وجې دي چې پہ هر پولیوکمپاېن کښې پہ زرګونو ماشومان د پولیو ضد څاڅکو څخه پاتې کوي، او دا يواځې د ښارونو څخه پہ لرې پرتو سيمو کښې نه بلکې پہ ښارونو کښې دننه هم داسې خلک شتون لري چې د پوليو د څاڅکو څخه انکاريان وي. لکه پہ کراچۍ، پېښور او کوټه کښې داسې کورنۍ پہ ګڼ شمېر کښې دي پہ دوے کښې نه يواځې پښتانه بلکې نورې ژبې ویونکي هم شامل دي.


د پولیو د مخنيوي دپاره د کار کوونکو پہ وېنا نه يواځې پہ عامو خلکو کښې انکاريان شته بلکې پہ دوے کښې سرکاري افسران، پولیس هم شامل دي خو دغه خلک بيا رپورټ کېږي نه د کوم له وجې چې د پوليو وايرس پہ مکمل ډول نه ختميږي.


د صحت پہ چارو کښې د وزيراعظم خصوصي معاون ډاکټر فېصل سلطان پہ 17 ستمبر ويلي، پہ پاکستان کښې پہ تيرو اووه مياشتو کښې د پوليو يو کېس نه دے رپورټ شوے خو د پوليو د مخنيوي د پروګرام د صحت د نړیوالې ادارې چارواکي بيا وايي چې پہ کراچۍ، کوټه او پېښور کښې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري. پہ پاکستان کښې د پوليو د خاتمې د پروګرام پہ وېب پاڼه د ورکړے شوو شمېرو ترمخه سږ کال پہ 2021 کښې پہ ملک کښې يواځې يو کېس رپورټ شوے او تير کال پہ 2020 کښې پہ ملک کښې 84 کېسونه رپورټ شوي وو.

د پولیو تیمونو لخوا کوم ماشوم تہ د پولیو قطرو نہ ورکولو یا د پولیو پہ حقلہ د نورو معلوماتو دپارہ پہ 1166 باندې تیلیفون وکری۔

ضرور پڑھیں

تبصرے (0) بند ہیں