Dawnnews Television Logo

د پوليو قطرې بيا بيا ورکول ولی ضروري دي؟

بيا بيا قطرې ورکول د ماشومانو مستقبل خوندي کول او د ټول عمر معذوری نہ بچ کول دي۔
شائع 15 دسمبر 2021 01:15pm


یہ مضمون پشتو زبان میں ہے۔


په پاکستان کښې چې اوس هم د پولیو وايرس موجود دي او د پوليو ضد څاڅکو يا قطرو کمپاينونه چلیږي، اکثره خلک شکايت کوي چې بيا بيا ولې د پوليو ضد قطرې ورکول کيږي؟ خلک په دغه اړه پوښتنې راولاړوي، خو د صحت چارواکو نړیوال او ځايي پوهان وايي بيا بيا قطرې ورکول د ماشومانو مستقبل خوندي کول او د ټول عمر معذورۍ نه بچ کول دي.


ځينۍ خلک د ناخوښۍ اظهار کوي او داسې سوالونه راپورته کوي چې په کال کښې پينځه او شپږ ځله د پوليو ضد څاڅکو يا قطرو ورکولو کمپاينونه کیږي، او په دې خبره بيا زور راوړل کيږي چې د پوليو دوه قطرې دې بیا بيا ورکری شي.


خو په پاکستان کښې د پولیو پروګرام د مخنيوي چارواکي وايي، په ملک کې د پوليو ضد قطرو بیا بيا ورکولو څو وجوهات دي، ځکه ضروري ده چې د پوليو ضد قطرې هر ځل او هر ماشوم ته ورکړے شي او يو ماشوم هم د قطرو نه بغېر پاتې نه شي، د دې دپاره چې د پوليو وايرس په مکمله توکه ختم شي.

د پوليو ضد قطرو بيا بيا ورکولو وجوهات


په پاکستان کښې د پوليود مخنيوي د پروګرام د چاوراکو په وېنا د بيا بيا قطرې ورکولو يوه وجه دا ده چې په پاکستان کښې په څلورو واړو صوبو او اسلام اباد کې اوس هم د پوليو وايرس موجود دي، او په ملک کې د ماشومانو تګ راتک کيږي که چرته په يو ځاے کښې ماشوم ته قطرې ور نه کړل شي نو په بل ځاے کښې به ورته ورکرے شي د دې دپاره چې وايرس پاتې نه شي.

د قطرو اثر28 ورځې وي


د صحت د چارواکو په وېنا د پولیو قطر بيا بيا ورکولو يوه دا وي چې يو ځل ماشوم ته قطرې ورکرل شي نو په ماشوم کې د هغې اثر څلور هفتې یا د 28 ورځو پورې وي، نو که چرته يو ماشوم د يو ځاے نه بل داسې ځاے ته لار شي چې هلته وايرس موجود وي، او که چرته ماشوم ته د ورکړے شوو قطرو 28 ورځې شوي وي نو بيا هغه ته ځکه قطرې ورکول کيږي چې په هغه کښې د پوليو وايرس پرضد قوت مدافعت په خپل ځاے پاتې شي.

د قطرو سره قوت مدافعت سېوا کيږي


د پولیو د مخنيوي د پروګرام پوهاند وايي، د بيا بيا قطرو ورکولو يوه بله اهمه وجه دا ده چې د ماشومانو قوت مدافعت ورسره نور مضبوطيږي، که چرته په يو ماشوم کښې وايرس شتون لري هم، نو اثر پرې نه شي کولے او بل دا چې بل ماشوم پوره قطرې اخستې وي يا هغه ته پوره قطرې ورکرے شوي وي نو په هغه هم بيا دا وايرس اثر نه شي کولے او بچ ترې پاتې کيږي.


د پوليو د مخنيوي د پروګرام ماهران دا هم وايي ځینې خلک دا شکايت هم کوي چې د پوليو قطرو سره په ماشومانو تبه راځي، يا په ماشومانو کوم بل اثر هم کوي، نو داسې بلکل نه ده. پوهان وايي د پوليو د قطرو ورکولو سره نه خو تبه راځي او نه کوم بل اثر کوي بلکې دا ماشومان نور محفوظوي، او قوت مدافعت يې سېوا کوي.

د پېدايشت سره سم قطرې ورکول


پوهان وايي ماشومانو ته بیخي د پېدايشت يا زېږون په وخت د قطرو ورکول ډېر ضروري وي، ځکه چې څنګه يو ماشوم پېدا شي او هغه ته قطرې ورکړل شي نو هغه محفوظ شي، او قوت مدافعت يې د پېدا کېدو سره سم مضبوط شي نه چې په هغه کوم بد اثر کوي.


د پوليو خلاف پروګرام ترمخه په نړۍ کښې د پوليو وايرس ختم شوي یواځې په پاکستان او افغانستان کښې دا وايرس موجود دي، او په عالمي کچه او ملک کښې دا کوشش روان دے چې دا وايرس په مکمله توګه ختم شي او د ماشومانو مستقبل خوندي کړے شي او ماشومان د تل عمرۍ د معذورۍ نه بچ کړے شي، او بيا بيا په قطرو ځکه زور ورکول کيږي چې يو ځل د پوليو وايرس په مکمله توګه ختم شي دا وايرس بيا نه شي پېدا کېدے.

د پوليو قطرې حلالې دي


په پاکستان کښې د پوليو د قطرو خلاف اوس هم افواګانې شتون لري چې دا وايرس حلال نه دي، يا د ماشومانو د بچو پېدا کولو قوت ختموي، نو پوهان وايي يو خو په دې قطرو کې حرام کوم شے نه دی شامل او بل دا چې مذهبي ديني عالمانو په خپله په دې فتوې ورکړي دي چې دا قطرې حلالې دي، او کوم داسې څيز پکښې شامل نه دے چې هغه د بچو پېدا کولو نظام متاثره کوي.


په پاکستان کښې د پوليو د مخنیوي د پروګرام ترمخه په ملک کښې په خېبرپښتونخوا او سيند صوبو کښې د پوليسو وايرس اوس هم موجود دي، او په دې دواړو صوبو کښې اته اته ضلعې داسې دي چې هغه د پوليو وايرس په حواله ډېرې خطرناکې دي. دغه رنګ په بلوچستان کې پينځه ضلعې، په اسلام اباد کې دوه ځايونه (سي ډي اے) او (ايي سي ټي)، او پنجاب کښې په درېو ضلعو کښې د پوليو وايرس موجود دي.

د قطرو ورکولو په وجه کېسونه مخې ته نه راځي


دا چې په ملک کښې د پوليسو وايرس موجود دي خو سږ کال تراوسه پورې په ملک کښې د پوليو وايرس يواځې يو کېس رپورټ شوے دے، د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي، د پوليو د کېسونو نه رپورټ کېدو وجه هم دا ده چې په ملک کښې پرله پسې د پوليو قطرو کمپاينونه وشو او د پوره پوره قطرو ورکولو کوششونه شوي دي، ځکه دا وايرس دومره زورور نه شو چې کېسونه يې رپورټ شو.


د پوليو د مخنيوي د پروګرام ځينې چارواکي وايي، که څه هم په پاکستان کښې د پوليو کېسونه نه دي رپورټ شوي خو په وروستيو مياشتو کښې چې په افغانستان کښې د پوليو وايرس کومې نمونې مالومي شوي هغه نمونې په کراچۍ کښې هم ښکاره شوي دي، ځکه د پوليو قطرو کمپاينونه روان ساتل کيږي چې د دې وايرس وجود ختم کړی شي.


د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي، حکومتي سياسي مشرانو او ديني علما په دې خبره زور راوړي چې د پینځه کالو د عمر نه کمو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکړئ، د خپلو ماشومانو مستقبل خوندي کړئ او د تل عمره معذوره نه یې بچ کړئ.

د پولیو تیمونو لخوا کوم ماشوم تہ د پولیو قطرو نہ ورکولو یا د پولیو پہ حقلہ د نورو معلوماتو دپارہ پہ 1166 باندې تیلیفون وکری۔