Dawnnews Television Logo

د پوليو وايرس د انسان د جنس (نر او مادې) سرہ کار نہ لري، ھر چاتہ لکي

د پوليو د قطرو په اړه يو ناسم تصور دا دے چي دغه څاڅکي ھلکانو او جينکو ماشومانو تہ ن د بيلا بيلو ناروغو سبب جوړيږي۔
اپ ڈیٹ 01 مارچ 2022 05:24pm


یہ مضمون پشتو زبان میں ہے۔


پاکستان چې په نړۍ کښې د افغانستان سره دوېم هغه ملک دے چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، که څه هم په پاکستان کښې د تېر کال راهسې د پوليو پېښې نه رپورټ کيږي، خو چېلنجونه يې اوس هم شتون لري، په خلکو کښې يې غلط تاثر اوس هم موجود دے۔ پاکستان وايي کوششونه يې روان دي چې د ملک نه د پولیو وايرس ختم کړي او په وروستيو کښې د ملګرو ملتونو د صحت څانګې هم د پاکستان کوششونه ستايلي چې د پوليو د خاتمې په لړ کښې يې ښه کوششونه کړي دي خو چېلنجونه اوس هم شته.

د پوليو د څاڅکو يا قطرو په وړاندې غټ چېلنجونه


په پاکستان کښې د پوليو وايرس خلاف څاڅکو يا قطرو ورکولو په وړاندې اوس هم غټ چېلنجونه شتون لري چې پکښې تر ټولو غټ چېنلج د مياندو/ پلارانو د قطرو څخه انکار کول دي. انکاريان مياندې او پلاران يا د کورنیو مشران د قطرو نه ورکولو څو وجې ښايي، باوجود د دې چې حکومت، ډاکټران او په خصوصي توګه مذهبي مشران بيا بيا وايي، چې د پوليو څاڅکي د هر قسمه خطرو يا ناروغو لګېدو نه پاک، بې تاوانه او نه داسې کوم څيز پکښې شتون لري چې هغه حرام وي.

د هلکانو او جينکو ناسم تصور


د پوليو د قطرو نه ورکولو په وړاندې يو ناسم تصور دا دے چې دغه څاڅکي هلکانو او جينکو ماشومانو ته بیل بيل تاوانونه رسوي. په عامو خلکو کښې اکثره دغه شکايت مخې ته راځي چې که دغه څاڅکي هلکانو ته ورکړې شي بيا به یې بچي نه پېدا کيږي، او ځينې بيا دا خيال کوي که جينکو ته دغه څاڅکي ورکړے شي دوي به بيا د دې جوګه پاتې نه شي چې بچي پېدا کړي.


د پوليو خلاف څاڅکي ورکوونکي ټيمونه په خپله دا خبره مني چې دوي په ډېرو ځايونو کښې د داسې خلکو سره مخامخ شوي دي چې خلک په کورونو کښې هلکان پټوي، او جينکو ته د څاڅکو ورکولو اجازه ورکولے شي.

دغه ډول شکايتونو سره بيا جینکو ته هم د څاڅکو ورکولو نه انکار کيږي.

د پوليو خلاف څاڅکي د چا د پاره تاواني دي؟


وړومبۍ خبره خو دا ده چې د پوليو وايرس په معلوم تاريخ کښې کله هم دا خبره مخې ته نه ده راغلې چې د پوليو وايرس يواځې جينکو ته لګي، هلکانو ته نه لګي يا بيا هلکانو ته لګي جينکو ته نه لګي.


د رپوټونو ترمخه په 1894 کښې چې په امریکا کښې د پوليو وړومبۍ غټه وبا مخې ته راغلې وه، د هغې وخت نه تر اوسه داسې کوم ثبوتونه يا رپوټونه مخې ته نه دي راغلي چې دغه وايرس د جنس په بنياد څوک زیات متاثره کړي دي. او نه بيا دا معلومه شوې ده، چې په ښځو يا جينکو کښې د پوليو شرح زياته او په سړو يا هلکانو کښې کمه ده.


ډاکټران وايي، دا وايرس دے او هر چاته يو شان لګېدے شي ځکه د پولیو خلاف څاڅکي هم هلکانو او جينکو ته يو شان ورکول پکار دي، نه چې يو ته ورکړے شي او بل ته نه، په داسې کولو د پوليو وايرس پاتې کیږي او بيا د تاوان سبب جوړېدے شي.

هلکانو ته اوس هم قطرې نه ورکول کيږي؟


ډاکټران او د پوليو خلاف مبارزه کوونکي وايي، هو، دا ناسم تاثر چې په پاکستان کښې ډېر د مخکښې نه را روان دے، د بدقسمتۍ نه اوس هم موجود دے، چې که هلک ته څاڅکي ورکړے شي چې لوے شي بچي به نه پېدا کيږي او که جينۍ ته ورکړے شي، د بچو پېدا کولو قابل به پاتې نه شي.


خو ډاکټران وايي، په دې خبره ډېر تحقيقات شوي دي، په ليبارټريانو کښې دا څاڅکي ټېسټ کړے شوي او ازمايل شوي دي چې دا د بچو کښېدو نظام ته هېڅ تاوان نه ورکوي او د ټولو ثبوتونو دا نتيجه مخې ته راغلې چې دا څاڅکي د هلکانو او جينکو دواړو دپاره محفوظ دي.

څاڅکي په هلکانو او جينکو بدل اثر کوي؟


د پوليو څاڅکو په اړه يو ناسم تصور دا هم دے چې دغه څاڅکي که هلک ته ورکړے شي دا په هلکانو کښې د نورو ناروغو سبب جوړيږي يا هغه ته نقصان ورکوي.


يا دا چې که دا جينکو ته ورکړي هغو ته بل ډول تاوان اړوي.


خو ډاکټران وايي په پاکستان کښې هر کال نزدې د 20 ملينو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کيږي، که چرته دې خبرې کوم حقيقت لرلے چې دا د هلکانو يا جينکو دپاره جدا جدا تاوان لري نو ډېر وختي به يې نتيجې مخې ته راغلې وې، خو تراوسه داسې هيڅ قسمه ثبوت مخې ته نه دے راغلے.


د صحت د چارو پوهان وايي د پوليو خلاف څاڅکي يواځې د پوليو وايرس ختمولو دپاره ورکولے شي او بيا بيا د ورکولو مقصد يې هم دغه دے چې د پوليو وايرس په مکمله توګه ختم کړے شي.

جينکو ته هم د پوليو څاڅکو ورکولو نه انکار


دلته يو ناسم بل تصور دا هم موجود دے چې بهرنۍ دنيا غواړي په پاکسان کښې ښځې بچي کم پېدا کړي او ابادي سېوا نه شي. ځکه دا ناسمه دعوه کيږي چې د پوليو وايرس خلاف ويکسين د بهر نه راځي په پاکستان کښې نه جوړيږي.


خو ډاکټران وايي د پوليو خلاف ويکسینو جوړولو باندې خرچ ډېر راځي، ځکه دا د بهر نه راځي، دلته يې جوړول ډېرې پېسې غواړي.


بل دا نظر چې د بهر ملکونو نه د پوليو خلاف ويکسين راځي، نو سوال دا دے چې د بهر ملکونو نه يواځې د پوليو ويکسين پاکستان ته راځي؟ نه بالکل داسې نه ده.


که وکتے شي پاکستان ته د بهر ملکونو نه د ماشومانو پۍ/ شاوده، او يا په ماشوموالي ورکړے کښېدونکي خوراکونه لکه (سري لېک) وغېره، هم د بهر ملکونو نه راځي، نو که بهرني ملکونه غواړي چې په پاکستان کښې ماشومان د دې قابل پاتې نه کړے شي چې هغه بيا بچي نه شي راوړے نو بيا په دغو خوراکونو کښې داسې څيزونه شاملول د پوليو څاڅکو په ځاے ډېر اسان دي.

د ناروغو د نر او مادې سره کار نه وي


د طبي چارو پوهان وايي، د انسان د روغتيا سره جنس (نر او ماده) هېڅ تعلق نه لري، د هلک او جينۍ یا سړي يا ښځي د جسم مدافعت د جنس په نر او ماده هیڅ انحصار نه لري. ماشوم چې پېدا کيږي، د دوي جوړښت قدرتي يو شان وي، داسې نه ده چې د جينۍ يا هلک په وجود کښې ځینې څيزونه کمزوري يا زورور وي، لکه دوايي په ماشوم هلک او جينۍ یو شان اثر کوي طبي داسې ثبوت نشته چې قوت مدافعت د جنس سره تعلق لري.

ناسم تصور د ماشومانو مستقبل په خطر کښې اچول دي


د صحت د چارو پوهان وايي، ټولو ماشومانو هلکانو او جينکو ته ورکول د دوي حق دے چې د دغو ماشومانو راتلونکے د معذورۍ نه بچ شي، او ژوند يې محفوظ شي.


د صحت د چارو پوهان وايي که کله هم د پوليو خلاف څاڅکي ورکوونکي ټيمونه ستاسو دروازو ته راشي، کله دې هم هلک يا جينۍ پټ نه کړے شي او ماشومان دې د تل معذورۍ نه بچ کړے شي ځکه چې د پوليو وايرس يو ځل چاته ولګي او څوک معذوره کړي، دغه ناروغي بيا نه ښه کيږي.


د پولیو تیمونو لخوا کوم ماشوم تہ د پولیو قطرو نہ ورکولو یا د پولیو پہ حقلہ د نورو معلوماتو دپارہ پہ 1166 باندې تیلیفون وکری۔